اسلام آباد 08 جنوری(اے پی پی)د بهرنيو چارو وزي?? شاه مح??ود قرېشي وئېلي دي د عراق خارجه وزير د تاؤ تريخوالي نه زياتولو بيان د زېركتيا څرګندونه ده٬د سيمې بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په تماس كښې يو٬په هند كښې حالات پرله پسې خرابېږي٬د طاقت كارولو سره حالات ښه كېدې نه شي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې خارجه وزي?? شاه مح??ود قرېشي د امريكې او ايران ترمينځه د اوسني تاؤ تريخوالي په حقله وئېلي دي تېره شپه چې كوم بريد شوې مونږ د هغې جاج اخلو۔د ابتدائي اطلاعات له مخې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده رامخې ته شوې۔ده ووئيل كه د ايران خارجه وزير جواد ظريف بيان اوكتلې شي نو هغه وئېلي دي ايران تاؤ تريخوالي زياتول نه غواړي٬زه ګڼم چې د هغه دا بيان د سنجيدګۍ او زېركتيا څرګندونه وه۔ده ووئيل بايد امريكا هم محتاط پاتې شي٬په دې لړ كښې د سيمې خارجه وزيرانو سره زما رابطې شوي۔تېره شپه د قطر خارجه وزير سره هم تف??يلي خبرې شوې ۔ده ووئيل مونږ ټول هڅې كوو چې په سيمه كښې تاؤ تريخوالې زيات نه شي ځكه چې دا سيمه د تاؤ تريخوالي او جنګ متحمل كېدې نه شي٬جنګ د چا په ګټه نه دے ٬دې سره په نړيوال معيشت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل په دې لړ كښې ما تف??يلي بيان سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې هم وركړی خو اوس صورتحال غېر يقيني دے ۔د وخت څخه وړاندې څه وئېل به مناسب نه وي??خا??جه وزير ووئيل په امريكا كښې هم يوه لويه طبقه د جنګ مرسته او د امريكې پوځ په يو نوې جنګ كښې د شاملولو خواهش نه لري خو د دواړو رائے دا وخت موجود دي۔ ده ووئېل پاكستان دا خواهش لري چې حالات خراب نه شي٬پاكستان د امن خوښي لري او غواړي چې چارې د خبرو اترو د لارې وشړلې شي